مينه
ارواښاد رحمان بابا
بې لــــــه مينـــې مـــــــې روزګار نــــــــۀ شي <فنا يـــم
کۀ په مينه کښې مـــې سر ځـــــي پــــــــرې رضا يم
يا به بوئين کــــــــــــړم د بهـــــــــار زيـــــړي ګلــــــونه
يا به مړ په کليــــــو پــــــروت لکــــــــه بــــــــــــورا يم
پـــــــــــرهرونه مـــــې زولـــــن د زړۀ
خــــــــوږيــــــــږي
چـــــــــې ويشتلــــــې يــــــې د زړۀ په ســر رســا يم
زۀ رحمـــــــــان چـــــې سرګردان په جهان ګــــرځم
لـــه بـــــې دردو مـــــرور لـــــــــــه يـــار پخــلا يـــــم
www.wazirsabir.xtgem.com
|
مينه
ارواښاد خوشحال بابا
لکــه زۀ يـــم پېـــــدا شـــــــوے پــــه دا مينــــه
د نور چا به هسې نـــــــــۀ وي پېــــــــــدا مينه
د قصاب چاړۀ به غـــــــــوښه هسې نـــــۀ کا
لکــــــه کا زمــــا پــــــــه زړۀ د اشنــــــــا ميــنه
درست عالم راباندې غاؤ کا زۀ حېران يم
چې له زړۀ به په څو لرې کړم ستـــــــــا مينه
په يوۀ تن کښې دا دواړه توکه نــــــــــــۀ وي
هم د حسن استغنـــــــــا هم د چــــــــا مينــــــه
نه به بوي د مښکو پټ شي په نافه کښې
نه به پاتې شي مخفــــــــي د شېـــــــدا مينه
ما په سحــر پــــــــه جـــــــادو تقصير و نۀ کړ
د نا ترس خاطــــــر مې نــــۀ شي په چا مينه
په ژړا به مــــې دوه سترګې اوچې نۀ کړې
که په مــــــا شوه د خپل يــــــار په ژړا مينه
لور په لور يې پـــــه همـــــه عـــــالم رسوا کړ
کاشکې نـه وې د خـوشحال دا رسوا مينـه
www.wazirsabir.xtgem.com
|

سلام د مينې
غوث الدين فروتن
خـــــدايـــه د چـــا په در بـــه وکــــړمه ســـلام د مينې
په دې وطن کښې هيڅوک نه مني پېغـــام د مينې
په سپينه ورځ مې د ګلانو هار ستا غاړې تـــه ووړ
خــو چــې زۀ تا ته رسېدمــــــه شو ماښـــــام د مينــې
هم دے قاتــــل د محبت هم يې په زړۀ کښې مينــه؟
دغـــــه چې څلــــــي نــــــړوي پــــه احتــــــرام د مينــې
راځـــــئ چې ټـــــول نيتونـــــه وتړو پــه نوم د مينې
خداے مهربان دے چرې را به شي امــام د مينې
بس چې ځواب ستا د کوڅې شو ها وړوکی رېبـار
د فــــروتــــن پـــــه هغــــــه ورځ ؤ احتتـــــام د مينې
www.wazirsabir.xtgem.com
|

الدنيا دارالبلا
محمدرحيم درانے- مردان
چې مې ډېـر زيات فکر وکړو پـــــه جــهـــان
دا دنــيــــــا راتــــه ښــــکاره شــــولــه يـــــو آن
دنيــــا ګـــوره پــــــه مــثــال د سـمـــنـــــــدر ده
څـومــره وڅښې تږے کيږي نــــور عطشان
يا دے مار چې پــه بــدن نــــرم نــــازک دے
په باطن کښې يې له نفعې زيـــات نقــصان
د زړې ښځــــې سينګـار دے څـــو ساعته
شي غلط به پـرې جــاهـــل او يـــا نـــــادان
دغه تــۀ او دغــــه تخم ستــا په لاس کښې
اخـــرت پـــاره کــړي کـــر تـــل هـــوښياران
الـــدنيـــا دارالــبــــلا ځــکـــــه يـــاديـــږي
تــــۀ قــلــم کـاغــذ پـه لاس دا امــتـحـان
دنيا څۀ ده خو د خـداے په هـېـرول دي
نـــۀ طــلا نقــره نـۀ ښـــځــه فـــرزنـــــــدان
دا جـيفــه پــريــږده د رب پــه تکل وځه
کړې پيدا به يې پــه هــر کـون و مـکان
د خداے ذکر به له هر يو موجود واورې
که د حق په څــراغ زړۀ کړے تـۀ روښـان
عــلـــمــا کـــه وارثـــــان د انـبــيـــــاء دي
په دا شـرط چـې له دنـيـا وکړي هـجران
اي رحيمه چې خــبر له حقـيــقت شــــوې
پــه هـــر دم کــوه تـــۀ شــکـر د سبـحــان
www.wazirsabir.xtgem.com
|

بيا په خپلو کښي جنګيږي پښتانۀ
بيــــا په خپـــــلو کښي جنـــګيږي پښتانــۀ
بيــــا په ســــرو ويــنو لمـــبــــيږي پښتانــــۀ
څنګه جنګ دے چه انجام ته نه رسيږي
خدايـــــــــه څومره به قتلـــيږي پښتـــانـــۀ
اور پـــه هر ځاے د نړۍ دے لـــګــــيدلے
خو پکــــــښې فـقط سوزيـــــږي پښتانـــۀ
نه څوک امن راولي د دوئي تر منځه
نه په خپلو کښي پوهيږي پښتانۀ
دوستان نه لري بدبخته ازلي دي
د دښمن په چال غورزيږي پښتانۀ
نه ئې پوهه شته نه علم او نه عقل
خدايه !!کله به سميږي پښتانۀ
نه ئې ګټه د ايمان شته نه د خاورې
هيڅ بې هيڅه خاوري کيږي پښتانۀ
د نړۍ قامونه وختل اسمان تۀ
ورځ تر ورځې لاندې کيږي پښتانۀ
ناپوهي فيروزه لويه الميه ده
خدايه کله به پوهيږي پښتانۀ
www.wazirsabir.xtgem.com
|

حقيقي مينه
چې له تاسره په سر کاندي سودا
بل به نۀ وي هسې ما غوندې شېدا
نۀ به ما غوندې شېدا وي په جهان کښې
نۀ به تا غوندې دلبر شي بل پېدا
ما په صبر تا په جور او جفا وکړه
ولې نۀ شي د ژړا په ځاے خندا
بې دا ستا له مخه کون دے که مکان دے
ښه توښه مې نه په دا شي نه په دا
جدائي به دې هيڅ رنګ قبوله نۀ کړم
څو مې نه وي روح کالبوت سره جدا
لکه وروستو مقتديان وړاندې امام وي
ما په تا پسې ده کړې اقتدا
زۀ يو نه يم درست جهان په تا مئين دے
که بادشاه دے د دې د هر که ګدا
کشکې خط دې مانيه وما راکړې
چې له ماسره وعده کړي د فردا
زه پخپله په تا نه يم مئين شوے
ستا له رويه په ما شوې ده ندا
زه په تا باندې مئين يم له ازله
نه چې کړې مې نن ورځ ده ابتدا
چې دا ستا د عاشقۍ په تېغ شهيد شم
د رحمان غاړه به هله شي ادا
د رحمان و زيړي رنګ وته نظر کړه
چې مدام په تاپسې کاندې ژړا
www.wazirsabir.xtgem.com
|

پښتو ژبه
ارواښاد حمزه بابا
پــــــه پردۍ ژبـــــــه خبرې پښتون نــــــۀ کا
بې لېـــــلا بله سودا خـــــــــو مجنون نــۀ کا
څو د خپـــــل ادب باران بانـــدې ونــــــۀ شي
بل بـــــاران بـــــه د قام فصل زرغون نــــــۀ کا
غېرو ژبو کړې لاهو پـــه خپــل تهذيب کښې
بې پښتو به دې اوس هيڅوک راستون نۀ کا
خپلــــې ژبې خپــــل تهذيب وتـــــه چې شا کا
ملګرتيـــــا لــــــه هغــــــه قامــــه ژوندون نۀ کا
اول خپــــــــله ژبــــــــه، پسته نـــــــورې ژبــــې
بې بنيــــــاده عمارت خـــــــو سمون نـــــــۀ کا
فرنګيـــــان د پښتو ژبې خــــوشه چين دي
خــــو دې درمن تـــــه نظر هــــم پښتون نۀ کا
بې لــــه دې که ټول جهان هم ورته پرېږدې
بل ميراث به ستا نســــلونه ممنون نـــــۀ کا
پاڅــــــه پاڅـــــــه د عمل جذبـــــه پيدا کړه
يـــو ملت هـــــم ترقي پــــــه افسون نـــــۀ کا
www.wazirsabir.xtgem.com
|
 مونږه د زمکې په سينه ژوندون د امن غواړو
مونږه له کرکــــې لــــــه نفرت لـــــــه حسدونـــــــو ستړي
مونــــــږ د انسان پــــــه ازاد ژونـــــد له بنديزونو ستړي
مونږ له لوګو نـــــه د بــــــــارودو لـــــــه بمونـــــــو ستړي
مونږ له زخميانـــــو او لـــــــه مــــــــړو کفنونـــــــو ستړي
له رنګ و نسل،عقيــــــدې لــــــه فــــــرېبونـــــــو ستړي
مونږ د وسلې د ســـــوداګــــرو لـــــه چلـــــونــــــو ستړي
د جهـــــــازونو د ګــــــــړزا لــــــــه بمبـــــــارونـــو وېـــــــزار
پــه انسانــــــي بـــــــدن لمبــــــو بلـــــــو اورونــــــو ستړي
مونږ له ټينکونو، توپخـــانو او راکټونو پـــــرېشــــــان
موږه کوڅه پــــــه لار لــــــه کرښو ديـــــوالونـــــــو ستړي
مونږه په اوچه، سمنـــدر لــــــه سنګـــــــرونو نــــــه تنګ
مونږ د خندا ارماني يـــــو چـــــــې پــــــــه ويرونو ستړي
زمونږه روحونه، ضميرونــــــه انــــــــدامونــــــــه خفـــــــه
لـــــه قتلولو، قتلېدلـــــــو، لـــــــــه جــــــــرمونو ستـــــړي
www.wazirsabir.xtgem.com
|
د هرې شخړې کشالـــې خلاصون پـــــــه امـــــــن غـــــــواړو
مونږه د زمکې په سينــــه ژونـــــــدون د امـــــــن غــــــواړو
دغــــــــه د جنګ ځنــــــې وېــــــزار همــــه ځپلــــــي خلـــــــق
تاله، ترغـــــــه، بربــــــــاد، لتـــــــاړ او زورولـــــــي خلــــــق
د امن ناکــــــه پــــرسکــــــون يـــــوې لحظـــــې پــــــــه تکل
چې در په در خــــوري تينــــــدکونــــــه دردېدلـــــي خلـــــق
چې ورشوګانې يې بدليږي پـــه سپېــــــرو ډاګـــــو کښې
چې يــــــې کــــــورونه شو کنــــډرې جنګ وهلــــي
خلـــــق
د بــــرصغـــــير، د افــــــريقـــــې او لاطينـــــــي امريکــــــې
يو خوا شړلــــي خلـــــق بل خـــــوا تــــــــه شړلـــــــي خلـــــق
د ژوند پـــــه طمع چې د مرګ سترګو کښې نيغ ګــوري
بـــــــربنــــډ، نهــــــر مصيبتونــــو کښــې لـــــړلــــي خلـــق
د نسل، رنګ، ژبې، مــــذهب، جغرافيې پـــــه نـــامـــه
کرده نړۍ کښې څـــــه بې درېغــــه شـــــي وژلـــــي خلــــق
د انســـــانـــــي ارتقـــــا نـــن څــــــه عجيبـــــــه پــــړاؤ دے
پـــــه خطرنــــاکو وسلــــو يـــــو بـــل شي ويشتلــي خلــق
دغه چې مري هم زخمــــي کيــږي معـــذوريـــــږي خلـــق
دا چې په زور د جنګ بټۍ تـــــه شي راکښلـــي خلــــق
www.wazirsabir.xtgem.com
|

په قطب، سوېل، لويديځ، ختيځ بدلون د امن غواړو
مونږه د زمکې پــــه سينه ژونـــــدون د امـــــن غـــــواړو
مـــونږ وايو دغـــــه چې د جنګ هڅـــــه ذلت ذلت دے
امـــــن خوشحالـــه خوشحالــي همه راحت راحت دے
د جنګ لمــــبې هـــــر زنــــده ســــري لــه افت افت دے
بغېــــر لـــــه جنګـــــه د هـــــر چــــا کالۀ جنت جنت دے
جنـــــګ د تيــــــارو نـــامــــه ده امـــــن د ورښانه سحـــر
جنـــګ د بغضـــــونو جـــرړه امــن ټول الفت الفت دے
جنګ يـــــو بــدرنګه علامـــت د دوست دښمن لپـــاره
امـــن د ژوند زېــــرے هـــــر چـا لره زينــت زينـــت دے
د جنګ نــــامــــه يــــو قيــــامت د بــــربادۍ نــــامــــه ده
لــــوږه، ويــــرونــــه دي قحطونه دي هېبت هېبت دے
جنـــګ خنــــدېدونکــــې ښــــاريې پــــه مقـبرو بــدلوي
امـــن علاج دے رنځــــورانـــو لــــه صحت صحت دے
جنـــګ د انســــان جـــــوثه پــه جهر لـــه هستۍ ورکوي
جنګ که صغير دے کۀ کبير دے خو لعنت لعنت دے
جنــــګ تبـــــاهي ده بــــربـــــادي ده جهــــالت پــــه جهان
امــــــــن رڼــــا ده ابـــــــــادي ده او لـــــــذت لـــــــذت دے
بلـــــه موضــوع غلطـــــوو مضمـــــون د امــــن غـــــــواړو
مـــــونږه د زمکـــــې پــــه سينـــــه ژونـــدون د امن غواړو
www.wazirsabir.xtgem.com
|
زمـــــونږ عـــــرضي ده التجـــــا ده د جهـــــان پـــــه نـامـــه
د جنــــګ شوقيـــــانو تـــــه د هر جنګي مېــــدان په نامه
چــــــې غورزولــــــي انســـــاني خـــــويونـــه بيـا راواخلي
نــــور دې ګنـــــده داغـــــونه نـــــه ږدي د انسان په نامــه
د هــــوش لمـــــن اونيســـــي پرېږدي دا د جــــوش خبرې
بيــــا بـــــه سبـــــا لاړې توکـــــي ګورې د ځـــــان په نامــه
هغـــــه محنت هغــــــه دولت چې يــــې پـــــه جنګ لګوي
هغـــــه کـــــړي وقف د بــــې وسو د ارمـــــان پـــه نــــامــــه
چـــــې د ســـــړو تـــــاودو جنګـــــونــو اثــــرات ورک شي
چې يو تر بل هر څـــوک ولاړ وې د درمان پـــــه نــــــامــه
چې د هټلر او هلاکو باب پــــــه دې ځـــــاے ختـــــم شي
تاريخ دې بل نۀ کړي څوک ياد د چنګېز خان په نــامه
چـــې د فاتــــــح او د مفتــــــوح قصه لـــــــه منځه وځــي
نــــور چې انسان نۀ شي ذليل د سود او زيان په نامه
چې د بارودو بوي بدل شي د ګلونــــــو پــــــــه بــــــوي
چــــې دا همـــــه جهان شي يــــــاد ګلستان په نــــامـــه
جنون د جنګ وي بربادي جنـــون د امـــــــن غـــــــواړو
مونږه د زمکې پـــــه سينـه ژونـــــدون د امن غـــــواړو
www.wazirsabir.xtgem.com
|
#xt_auth_container
{
position: static;
display: inline;
display: inline-block;
text-align: right;
margin: 3px 0; padding: 0;
width: 100%; height: auto;
border: none;
}
.xt_auth_view
{
position: static;
display: inline;
display: inline-block;
text-align: right;
margin: 0; padding: 0;
width: auto; height auto;
border: none;
}
.xt_auth_action
{
text-align: left;
position: static;
display: inline; zoom: 1;
display: inline-block;
vertical-align: top;
margin: 0 5px 0 0;
padding: 0 5px;
height: 20px; width: auto;
border: none;
-webkit-border-radius: 3px;
-moz-border-radius: 3px;
-o-border-radius: 3px;
border-radius: 3px;
background-color: #2e2e2e;
background-color: rgba(0,0,0,0.4);
!background-color: #2e2e2e;
font: 600 12px/20px "Helvetica Neue","HelveticaNeue",Helvetica,Arial,sans-serif;
text-decoration: none;
-webkit-text-shadow: 1px 1px 0 rgba(0,0,0,0.08);
-moz-text-shadow: 1px 1px 0 rgba(0,0,0,0.08);
-o-text-shadow: 1px 1px 0 rgba(0,0,0,0.08);
text-shadow: 1px 1px 0 rgba(0,0,0,0.08);
color: #fff;
-webkit-user-select: none;
}
.xt_auth_action > * { vertical-align: top; }
.xt_auth_action:hover
{
background-color: #1f1f1f;
background-color: rgba(0,0,0,0.6);
}
.xt_auth_action:link,
.xt_auth_action:visited,
.xt_auth_action:active,
.xt_auth_action:hover
{
text-decoration: none;
color: #fff;
}
.xt_auth_icon, .xt_auth_avatar
{
position: static;
display: inline; display: inline-block;
width: 13px; height: 13px;
margin: 3px 1px 0 0;
padding: 0;
vertical-align: top;
border: 0;
}
.xt_auth_icon
{
background-image: url(http://xtgem.com/images/authbar/auth_sprite_v2.png);
margin-right: 0;
}
.xt_auth_icon_enchanted
.xt_auth_icon
{
background-size: 103px;
/* margin: 4px 2px 0 0; */
}
/* join & subscribe */
.xt_auth_join .xt_auth_icon,
.xt_auth_subscribe .xt_auth_icon {
background-position: -92px 13px;
}
/* inbox */
.xt_auth_inbox
.xt_auth_icon { background-position: -78px 13px; }
/* rate */
.xt_auth_rate
.xt_auth_icon { background-position: 0 14px; }
/* unrate */
.xt_auth_unrate
.xt_auth_icon { background-position: -13px 14px; }
/* star */
.xt_auth_star
.xt_auth_icon { background-position: -26px 13px; }
/* unstar */
.xt_auth_unstar
.xt_auth_icon { background-position: -39px 13px; }
/* repost */
.xt_auth_repost
.xt_auth_icon { background-position: -52px 12px; margin-top: 4px; }
/* reposted */
.xt_auth_reposted
.xt_auth_icon { background-position: -65px 12px; margin-top: 4px; }
/* join & subscribe */
.xt_auth_icon_enchanted .xt_auth_join .xt_auth_icon,
.xt_auth_icon_enchanted .xt_auth_subscribe .xt_auth_icon {
background-position: 11px 0.5px;
width: 12px;
}
/* inbox */
.xt_auth_icon_enchanted
.xt_auth_inbox
.xt_auth_icon { background-position: 25px 1px; }
/* rate */
.xt_auth_icon_enchanted
.xt_auth_rate
.xt_auth_icon { background-position: 0 0; }
/* unrate */
.xt_auth_icon_enchanted
.xt_auth_unrate
.xt_auth_icon { background-position: -13px 0; }
/* star */
.xt_auth_icon_enchanted
.xt_auth_star
.xt_auth_icon { background-position: 77px 0; }
/* unstar */
.xt_auth_icon_enchanted
.xt_auth_unstar
.xt_auth_icon { background-position: 64px 0; }
/* repost */
.xt_auth_icon_enchanted
.xt_auth_repost
.xt_auth_icon { background-position: 51px 1px; margin: 3px 0 0 0; }
/* reposted */
.xt_auth_icon_enchanted
.xt_auth_reposted
.xt_auth_icon { background-position: 39px 1px; margin: 3px 0 0 0; }
/* hidding */
.xt_auth_unstar,
.xt_auth_unsubscribe,
.xt_auth_unrate
{
display: none;
}
.xt_auth_action_star_active
.xt_auth_unstar,
.xt_auth_action_rate_active
.xt_auth_unrate,
.xt_auth_action_subscribe_active
.xt_auth_unsubscribe
{
display: inline-block;
}
.xt_auth_action_star_active
.xt_auth_star,
.xt_auth_action_rate_active
.xt_auth_rate,
.xt_auth_action_subscribe_active
.xt_auth_subscribe
{
display: none;
}
#xt_auth_container { position: fixed; }
html { padding-top: 20px; } #xt_auth_container { top: 0; left: 0; } #xt_auth_container, .xt_auth_view, .xt_auth_icon, .xt_auth_avatar { max-height: none !important; max-width: none !important; min-width: none !important; min-width: none !important; opacity: 1 !important; text-indent: 0 !important; visibility:visible !important; }
|